د اسنادو څېړنې او بایومتریک پروسې تطبیق سره به د فساد او غیر قانوني کړنو مخنیوی وشي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۸ - ۹:۵۶
mmd

د اسنادو څېړنې او بایومتریک پروسې تطبیق سره به د فساد او غیر قانوني کړنو مخنیوی وشي!

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د سترې محکمې، عامې روغتیا وزارت، لوی څارنوالۍ، سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې اداره، د نفوسو د ثبت ملي ادارې او ملي امنیت عمومي ریاست استازو سره د معلولینو او شهیدانو د وارثینو اسنادو په څېړنې، ارزونې او بیا کتنه کې د جلالتماب جمهور رییس د حکم پر تطبیق خبرې وکړې.

ښاغلي آریوبي ولایتونو کې د اسنادو د څېړنې او ارزونې د کمېټو د زیاتوالي مېکانیزم په اړه خپل نظرونه شریک کړه، زیاته یې کړه، چې د اسنادو د څېړنې بشپړېدو وروسته به په ټولو ولایتونو کې د بایومټریک پروسه عملا پیل شي.

د همکارو ادارو استازو د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ وویل، چې په پوره ژمنتیا به کار وکړي، تر څو یاده پروسه بریالۍ او د جلالتماب جمهور رییس حکم په ښه توګه تطبیق شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS