د آسان خدمت له ادارې سره وزارت د تخنیکي کارکوونکو غونډه

mmd_admin
شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۳ - ۹:۴
۱

د آسان خدمت له ادارې سره د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د تخنیکي کارکوونکو غونډه

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت د آسان خدمت له اداری سره د همغږۍ په موخه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت تخنیکي برخې سره مشورتي ناسته ترسره شوه.

د دغې ناستې موخه دا وه چې د بایومیټریک سیستم ساده شي او تر څنګ یې د وزارت ډیجیټلي سیستم یادونه هم وشوه . تر څو د معلولیت لرونکو وګړو او شهیدانو د ورثوو د حقوقو د ورکړې لپاره آسانتیاوې رامنځ ته کړي.

د شهیدانو اومعلولینو په چاور کې د دولت وزارت د نوي بریښنایي سیسټم مسؤل ښاغلي شکرالله ″ اکسیر″ د آسان خدمت د ادارې له استازو سره د وزارت د الکترونیکی برخې اړتیاوې او پرمختګونه د پریزنټیشن په چوکاټ کې وړاندې کړل او د دغې پروژې د لا ښه پرمختګ غوښتنه يې وکړه په دغه ناسته کې د شهیدانو اومعلولینو په چارو کې د دولت وزارت سره د آسان خدمت ادارې خپل ډیری معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د دغې پروسې کار بشپړ او عملي شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د آسان خدمت ادارې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د ډیجیټلي او بایومیټریک سیستم د ساده کولو په موخه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS