د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مالي او تدارکاتي غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۵:۴۹
mmd

د شهیدانو او معلولینو چار وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ مالي او تدارکاتي غونډه جوړه شوه، چې په کې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین درویش، د اداري خدمتونو رئیس محترم مولوي عبدالرحمن فهیم، او همدارنګه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تدارکاتو آمر محترم قاري عبدالباسط هم برخه اخیستې وه.

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان د قراردادونو د لاسلیک، خریدارۍ، د تکمیل شویو پروژو او د دوه ویشتم کود (متفرقه لګښتونو) څخه د ځانګړې شوې بودیجې په برخه کې د مالي او اداري چارو ریاست او د تدارکاتو آمریت د فعالیتونو په اړه راپور واوریده.

په دې غونډه کې دغه راز د څلويښتو (٤٠) میلیونو افغانيو په ارزښت د پروژو په هکله چې اوولس (١٧) پروژې کیږي هم خبرې وشوې او یادونه وشوه چې له دې جملې څخه لس (١٠) پروژې بشپړې شوې او اووه نورې (٧) پروژې تر کار لاندې دي.

دغه راز په دې ناسته کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د امنیت د ټینګښت پروژې په اړه هم هراړخیزې خبرې وشوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

برگزاری جلسۀ اداری در ریاست امور شهداء و معلولین ولایت کندز

به منظور بهبود روند کاری جلسۀ اداری تحت ریاست محترم مولوی نقیب الله سنان رئیس امور شهداء و معلولین ولایت کندز با حضور تمامی کارمندان بخش های مربوطه تدویر یافت.

محترم مولوی نقیب الله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۶
Background image

جلسۀ اداری در ریاست تفتیش داخلی وزارت امور شهداء و معلولین برگزار گردید

به منظور تأمین هماهنگی بیشتر و بهبود ارایه خدمات، جلسۀ اداری تحت ریاست محترم مولوی محمد انور برادر رئیس تفتیش داخلی وزارت امور شهداء و معلولین تدویر یافت که در آن آمرین و کارمندان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۶
Background image

جلسه اداری در ریاست امور شهداء و معلولین ولایت بامیان برگزار گردید

جلسۀ اداری تحت ریاست محترم علی خان احمدی رئیس امور شهداء و معلولین ولایت بامیان با اشتراک کارمندان

بخش های مربوطۀ آن رياست تدویر یافت.

در این جلسه محترم علی خان احمدی پیرامون چگونگی. . .

BACK TO NEWS