د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت با صلاحیته پلاوي په غور ولایت کې د یاد وزارت له اړوند ریاست د کړنو او فعالیتونو هر اړخیزه ارزونه وکړه

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۸:۴۲
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د یو با صلاحیته پلاوي په مشرۍ په غور ولایت کې د نوموړي وزارت له اړوند ریاست له فعالیتونو او کړنو هر اړخیزه ارزونه وکړه.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت باصلاحیته پلاوی چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلی شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني کوي او د یاد وزارت د دفتر رئیس ښاغلی قاري شاه محمد دوست، د داخلي تفتيش رئيس ښاغلی مولوي احسان الله حقاني، د معلولینو چارو رئیس ښاغلی مولوي عبدالنافع منتفع او د پلانونو د تطبیق او ارزونې  آمر ښاغلی قاري سید اسحاق سعید یې ملتیا کوي.

 

َښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د دغه سفر په ترڅ کې د غور ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست مسؤلینو او کارکوونکو ته په وینا کې وویل: په اسلامي امارت کې سرغړونه، تزویر او جعل کول هیڅ ځای نه لري او هیچاته به هم دا فرصت ورنه کړل شي.

 

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د معلولینو او یتیمانو د ثبت او راجستر د څرنګوالي په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ، د یتیمانو او معلولینو د تثبیت په پروسه کې باید د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له طرزالعمل څخه په پوره توګه ګټه واخیستل شي.

د دغه سفر په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال د غور ولایت له یو شمیر معلولینو او د شهیدانو له وارثینو سره هم وکتل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د هیچا حقوق او امتیازات به نه ضایع کیږي او د دوی حقوق او امتیازات به د اصولو سره سم، په شفاف ډول او پر وخت ورکول کیږي.

ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د غور ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو له اوریدنې وروسته د غور ولایت له والي ښاغلي ملا احمد شاه دین دوست سره وکتل.

 په یاده کتنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال وویل: د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث هبت الله اخندزاده حفظه الله  د حکم له مخې باید په ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د اداري کارونو د مخته وړلو په موخه معیاري او مناسبې ودانۍ ددوی په اختیار کې ورکړل شي.

 

نوموړي زیاته کړه: په غور ولایت کې د شهیدانو او معلولینو ریاست مناسب ځای ته اړتیا لري همدارنګه نوموړي د خبرو په ترڅ کې وویل په دې ولایت کې باید د اړوندو ادارو مسؤلین د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د مرستو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې د غور والي د کرنې، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو، طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې، د کلیو پراختیا، سرې میاشتې او عامې روغتیا ریاستونو رئیسانو او مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې یتیمانو او معلولینو ته د مرستو د ویش په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

 

همدارنګه د يادو ادارو رئيسانو او مسؤلينو ژمنه وکړه، چې د شهيدانو له وارثینو او معلولينو ته به د مرستو په رسونۍ کې پوره همکاري کوي.

د یادې غونډې په پای کې د غور ولایت والي ښاغلي ملا احمدشاه دین دوست هم ژمنه وکړه چې د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو د حل په برخه کې به جدي پاملرنه وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

برگزاری جلسۀ اداری در ریاست امور شهداء و معلولین ولایت کندز

به منظور بهبود روند کاری جلسۀ اداری تحت ریاست محترم مولوی نقیب الله سنان رئیس امور شهداء و معلولین ولایت کندز با حضور تمامی کارمندان بخش های مربوطه تدویر یافت.

محترم مولوی نقیب الله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۶
Background image

جلسۀ اداری در ریاست تفتیش داخلی وزارت امور شهداء و معلولین برگزار گردید

به منظور تأمین هماهنگی بیشتر و بهبود ارایه خدمات، جلسۀ اداری تحت ریاست محترم مولوی محمد انور برادر رئیس تفتیش داخلی وزارت امور شهداء و معلولین تدویر یافت که در آن آمرین و کارمندان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۶
Background image

جلسه اداری در ریاست امور شهداء و معلولین ولایت بامیان برگزار گردید

جلسۀ اداری تحت ریاست محترم علی خان احمدی رئیس امور شهداء و معلولین ولایت بامیان با اشتراک کارمندان

بخش های مربوطۀ آن رياست تدویر یافت.

در این جلسه محترم علی خان احمدی پیرامون چگونگی. . .

BACK TO NEWS