د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) مرستندویه مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) مرستندویه مؤسسې ترمنځ په کنړ ولایت کې د بېوزلو یتیمانو، کونډو او معلولینو د اقتصادي ملاتړ او ځان بسیاینې په موخه د (۲) میلیونه، (۹۶۵) زره او (۱۵۸) افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک چې د دې وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د (HHRD) مرستندویه مؤسسې مرستیال محترم همایون نوري ترمنځ لاسلیک شو، چې له مخې به یې د کنړ ولایت په نورګل او څوکۍ ولسوالۍ کې (۱۲۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او بېرته راستانه شویو او همداراز زلزله ځپلو کورنیو ته (۲۵۰) رأسه شیدې ورکوونکې وزې ورکړل شي له دې سره به یتیمان، کونډې او نور اړمن کسان تر یو حده له اقتصادي اړخه په ځان بسیا شي.
د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تر دې وړاندې هم د یادې مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ زرګونو تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره کړي دي.
