د کابل ولایت پر (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په موخه د (YAAR) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، په منظم او شفاف ډول ووېشل.
د یادو مرستو د وېش بهیر د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا شیرمحمد صمیم، د وزارت د پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب روښان او د (YAAR) خیریه مؤسسې مسؤلینو په حضور کې ترسره شو، د شفافیت د تأمین او مستحقو کسانو ته د مرستو رسولو په موخه د وېش ټوله پروسه د څارنې او ارزونې ریاست له لوري له نږدې وڅارل شوه.