د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو لپاره د حرفوي زده کړو روزنیز پروګرامونه پیل کړل

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۸:۲۴
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو لپاره د خیاطۍ، کمپیوټر، د برښنائي وسایلو د ترمیم، د مبایلونو، جنراتورونو، یخچالونو او د موټرسایکلونو د ترمیم په برخو کې د حرفوي زده کړو پنځه میاشتنی پروګرام پیل کړ.

د دې روزنیز پروګرام  په پرانیست غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج  ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مالي او حسابي چارو رئیس محترم قاري محمد امین درویش، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د معلولینو د توانبخشۍ رئیس محترم مولوي عبدالنافع منتفع، د شهیدانو ورثو او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم ملا رحمت الله خالد، د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حقپرست، د داخلي تفتیش رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني، د شهیدانو چارو رئیس محترم مولوي روح الله نصرت، د اداري خدمتونو رئیس محترم مولوي سردار محمد حبیب، د ټولنیزو چارو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقانی، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر، د مسلم هیندز خیریه مؤسسې رئیس محترم انجنیر عبیدالله فیصل او د دې وزارت ځینو آمرینو او کارکوونکو ګډون کړې وو.

دغه روزنیز پروګرام چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق اخند لخوا د پټۍ په پرې کولو سره پرانیستل شو، ټاکل شوې چې په دې پروګرامونو کې به یو سل او شل (۱۲۰) تنو یتیمانو او معلولینو ته حرفوي زده کړې ورکړل شي.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د شهیدانو ورثو او معلولینو د پالنې په مرکز کې جوړه شوې وه، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د موضوع په تړاو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: اسلامي امارت هڅه کوي د یتیمانو او معلولینو لپاره د هوساینې او زده کړو زمینه برابره کړي ترڅو له یوې خوا دوی وکولی شي د خپلو هڅو له لارې حلال رزق ترلاسه کړي او له بلې خوا د خپلې کورنۍ او ټولنې خدمت وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: د شهيدانو وارثينو او معلولينو ته د خدمتونو وړاندې کول زموږ مکلفيت او دنده ده او د يادو روزنیزو پروګرامونو له ګډونوالو يې وغوښتل، چې له دې زرينې موقع څخه سمه ګټه پورته کړي.

په دې مراسمو کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان هم د روزنیزو پروګرامونو پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: په دې پروګرامونو کې یتیمان او معلولین د ځانګړو معیارونو پر بنسټ غوره شوي او هغوی ته به حرفوي زده کړې ورکول کیږي. هغه زیاته کړه، یاد کسان به د حرفوي زده کړو له بشپړولو وروسته له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا شي او ټولنې ته به د خدمتونو په وړاندې کولو کې اغېزمن تمام شي.

نوموړي همدا راز په ټولنه کې د ځوانانو ونډه مهمه وبلله او د غونډې ګډونوالو ته یې په خطاب کې وویل، د اسلامي امارت هغه پاکه ملي او ولسي بودیجه چې پر تاسې لګول کیږي باید د هغې په اهمیت او ارزښت پوه شئ او له هغوی یې وغوښتل چې خپل وخت بې ځایه ضایع نه کړي

په دې مراسمو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په اسلامي ټولنه کې د یتیمانو او معلولینو د روزنې او پالنې پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د یتیمانو او معلولینو د خدمت په برخه کې د اسلامي امارت تګلاره د اسلام د سپیڅلي دین د احکامو پربنسټ ده او موږ ټولو ته لازمه ده چې په خپل ټول توان د اسلامي امارت ملاتړ وکړو.

په دې مراسمو کې د مسلم هینډز مؤسسې رئیس محترم انجنیر عبیدالله فیصل هم د حرفوي زده کړو د پروګرامونو په اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د مسلم هینډز مؤسسې له ۲۰۱۴ کال راهیسې دوه زره دوه سوه (۲۲۰۰) تنو ځوانانو او کونډو ته د حرفوي زده کړو پروګرامونه په لاره اچولي دي. نوموړي همدا راز زیاته کړه چې دغه مؤسسه په یاد شويو روزنیزو پروګرامونو کې هم خپله ونډه ادا کړي.

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه:  د یتیمانو او معلولینو لپاره چې کوم پروګرامونه په لاره اچول شوي په هغې کې (۱۲۰) تنه د اسلامي امارت د سپیڅلو شهیدانو یتیمان، د تیرې ادارې د وژل شویو عسکرو یتیمان او همداراز ملکي یتیمان او معلولین شامل دي چې هغوی به د یوې روزنیزې دورې وروسته د اقتصادي پلوه په ځان بسیا او ټولنې ته به د خدمت کولو جوګه شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۰:۳۷
Background image

وزارت امور شهدا و معلولین به منظور توانمند سازی اجتماعی و اقتصادی ایتام، خانم های بیوه و معلولین تفاهمنامۀ همکاری را با مؤسسه جهانی رفاه اسلامی امضأ نمود

بر اساس این تفاهمنامه شش صدو پنجاه (۶۵۰) تن ایتام، خانم های بیوه و معلولین در ولسوالی چمتال ولایت بلخ تحت پوشش قرار می گیرد، که بر بنیاد آن به افراد متذکره به منظور خودکفایی اقتصادی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۹:۷
Background image

به منظور چگونگی عملی سازی بخش تأدیات و محاسبه در سیستم جدید الکترونیکی ایتام، خانم های بیوه و معلولین جلسۀ در ریاست دیتابیس و معلومات وزارت امور شهدا و معلولین دایر گردید

جلسۀ که تحت ریاست محترم مولوی باقی بالله فضلی رئیس دیتابیس و معلومات این وزارت تدویر یافت، در آن محترم قاری عبدالکریم حلیمی رئیس امور معلولین، محترم قاری شمس الامین زهیر رئیس امور شهدا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۲:۲۵
Background image

رئیس امور شهدا و معلولین ولایت بامیان با مسؤل دفتر هماهنگ کنندۀ امور بشر دوستانه ملل متحد (اوچا) در آن ولایت ملاقات نمود

محترم شاه ولی احمدی رئیس امور شهدا و معلولین ولایت بامیان با مسؤل دفتر هماهنگ کننده امور بشر دوستانۀ ملل متحد (اوچا) ملاقات نمود، در این ملاقات پیرامون چگونگی رسانیدن سهمیه ۲۵ درصدی. . .

BACK TO NEWS