د لوګر ولایت مرکز، پل علم ښآر کې له 500 اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه


ښاغلي سید محمد عظیم آغا همداراز زیاته کړه، د شهیدانو او معلولینو وزارت خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو او د شهیدانو پر کورنیو د مرستو د وېش لپاره ځانګړي پلانونه لري.
نوموړي له ټولو خیریه موسسو، کورني او بهرني سوداګرو او د بشري حقونو له بنسټونو هم مننه وکړه چې له اړمنو کورنیو سره مرسته کوي او همدارنګه د دې همکارۍ پر دوام او له خلکو سره د مرستو د کچې پر لوړولو ټینګار وکړ.
د یادولو وړ ده چې په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، لوبیا، نخود او کمپلې شتون درلود.