د لوګر ولایت مرکز، پل علم ښآر کې له 500 اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه

farahmand_admin
Thu, Nov 11 2021 10:54 AM
mmd
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د همغږۍ رییس ښاغلي سید محمد عظیم آغا د یادو مرستو د ویش په په ترڅ کې وویل: یادې مرستې د RedSourse موسسې په مرسته او د شهدانو او معلولینو چارو وزارت په همغږۍ د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار کې د اسلامي امارت د شهیدانو کورنیو، د پخوانیو دولتي ځواکونو د شهیدانو کورنیو، کونډو او بې وزلو کورنیو باندې وویشل شوې.
په لوګر کې د اړمندو کورنیو سره مرسته وشوه

ښاغلي سید محمد عظیم آغا همداراز زیاته کړه، د شهیدانو او معلولینو وزارت خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو او د شهیدانو پر کورنیو د مرستو د وېش لپاره ځانګړي پلانونه لري.

 

نوموړي له ټولو خیریه موسسو، کورني او بهرني سوداګرو او د بشري حقونو له بنسټونو هم مننه وکړه چې له اړمنو کورنیو سره مرسته کوي او همدارنګه د دې همکارۍ پر دوام او له خلکو سره د مرستو د کچې پر لوړولو ټینګار وکړ.

 

د یادولو وړ ده چې په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، لوبیا، نخود او کمپلې شتون درلود.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS