د ولسي جرګې له خوا د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د تاییدو په اړه مطبوعاتی اعلامیه

content_admin
mmd


د ولسي جرګې له خوا د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د تاییدو په اړه مطبوعاتی اعلامیه

۱۳۹۹ کال د چنګاښ میاشتې ۹ نېټه، کابل- افغانستان

په ولسي جرګه کې د ملت قدرمنو استازو!

دا چې نن مو د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې په قاطع اکثریت د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت لپاره د خپلواک بودجوي واحد په توګه د تایید رایه ورکړه، د وزارت رهبري، کارکوونکي، د هېواد د شهیدانو کورنۍ او معلولیت لرونکي ستاسې د دې اقدام ستاینه او مننه کوي.

تاسې په حقیقت کې د یوه مظلوم او مستحق قشر د ملاتړ او ژوند د ښه والي لپاره خپل درناوی، حسن نیت، پیاوړې اراده، دریځ څرګند کړ او د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته مو د وړاندې تګ زمینه برابره کړه، تر څو وکړای شي د زده کړو، اقتصادي پیاوړتیا، ځان بسیاینې، کارموندنې، ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي فرصتونوو څخه برخمن شي.

د شهیدانو د ورثې او معلولیت لرونکو وګړو پر وړاندې ګڼې ستونزې موجودې دي، چې د خپلواک بودجوي واحد په توګه د وزارت تاییدل د دغو ستونزو د حل په برخه کې بنسټیز نقش لوبولی شي. له دې قشر سره ستاسې خواخوږي او باور به په راتلونکي کې ډېر ګټور او اغېزناک ثابت شي، ځکه موخه مو سپېڅلې او یوه ستر قشر ته د ارزښت ورکولو پر بنسټ ولاړه ده.

د وزارت د رهبرۍ معیار او لومړیتوب له وړاندې هم معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو ورثې ته د حقوقو ورکړې تر څنګ د ژوند په مختلفو برخو کې د امکاناتو او اسانتیاوو برابرول و، چې له دې وروسته به دغه چارې نورې هم ګړندۍ او په پوره ریښتینولۍ به دغه قشر ته خدمت کوي.

آخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۵۳
Background image

اطلاعیه!

ریاست امور شهدا و معلولین ولایت هلمند به اطلاع ایتام، خانم های بیوه و معلولین ادارۀ قبلی می رساند که مساعدت های نقدی ربع اول ماهای (حمل، ثور و جوزای) سال مالی ۱۴۰۴ را به حساب های بانکی . . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۹ - ۱۲:۵۷
Background image

نشست شورای رهبری وزارت امور شهدا و معلولین برگزار شد

نشست شورای رهبری وزارت امور شهدا و معلولین به ریاست ملا عبدالمجید آخند سرپرست وزارت امور شهدا و معلولین با اشتراک مولوی عبدالرزاق آخند معین تخنیکی و مسلکی، شیخ صاحب عبدالحکیم حقانی معین . . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۰:۳۲
Background image

اطلاعیه

فراخوان مشارکت دولتداری باز درباره جمع آوری موضوعات پیشنهادی اقشار مختلف جامعه جهت شمولیت در بنامه عملی ملی -3

 

بازگشت به اطلاعیه ها