په ننګرهار ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې
د ننګرهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (ZFA) مرستندويه مؤسسې په همغږۍ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې درې بورې اوړه، درې بوتله غوري، وریجې او د نورو خوراکي موادو ترڅنګ، د حفظ الصحې توکي هم شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د خوګياڼو ولسوالۍ د شهیدانو او معلولینو چارو مدير او د خیریه مؤسسې مسؤلينو هم شتون درلود.
