د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له ګاونډویو هېوادونو څخه هېواد ته در راستنو شویو یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو په ژوند کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو او د هغوی د اقتصادي ملاتړ په موخه، د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) سره د یو لک (۵۷) زره او (۸۰۸) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د همکارۍ دغه هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د افغانستان لپاره د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) رئیس محترم شیرین حسن ابراهیم ترمنځ لاسلیک شو، له مخې به یې په هرات ولایت کې (۵۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته چې تازه له ایران څخه هرات ولایت ته راستانه شوي دي، نغدي مرستې ووېشل شي.
همداراز (۱۱۴۴۰) تنو نورو مستحقو کسانو ته په بېلابېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شي، تر څو وکولای شي له حمایوي پروګرامونو څخه په مؤثر ډول ګټه واخلي