د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۹:۲۳
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د دې وزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ، د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د وزارت او د اړوندو ریاستونو ترمنځ د لازمې همغږۍ پر پیاوړتیا او شته ستونزو ته د عملي حل لارو پیدا کولو په اړه تفصیلي خبرې وشوې او په ځانګړې توګه یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د معیاري، شفاف او اغېزناک خدمتونو وړاندې کولو په هکله ټینګار وشو.

همداراز په دې غونډه کې ګډونوالو هم د وزارت د موخو د ښه تحقق لپاره خپل ارزښتناک وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۵۲
Background image

په هلمند ولايت کې (۲۰۰) تنو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق معلول ته (۱۰۰۰) افغانۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۸
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښې همغږۍ او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج مولوي علاؤ الدین. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۷
Background image

په بلخ ولایت کې د یو شمېر شهیدانو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت اړوند شورتپې ولسوالۍ ته یې سفر پر مهال د یو شمېر شهیدانو کورنيو سره یې له نږدې وکتل،. . .

BACK TO NEWS