د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او همغږۍ پخواني رئیس مرحوم سید محمد عظیم آغا د فاتحې مراسم ترسره شول.

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۲ - ۸:۱۳
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او همغږۍ رئیس مرحوم سید محمد عظیم آغا چې د تیرې جمعې په ورځ د کاپيسا ولایت د صیادو  په سیند کې د ډوبیدو  په پیښه کې په حق ورسید، د فاتحې مراسم یې نن د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې ترسره شول.

په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې جوړ شوي وو، په هغه کې د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مفتي عبدالاحد مسعود، د اداري خدمتونو رئیس ښاغلي ملا عبدالرحمن فهیم، د ټولنيزو چارو خدمتونو رئيس ښاغلي مولوي ثناء الله فرقاني، د معلولينو چارو رئيس ښاغلي مولوي عبدالنافع منتفع، د ډيټابيس او معلوماتو  رئيس ښاغلي ملا رحمت الله خالد او د دغه وزارت اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په یادو مراسمو کې د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د مرحوم سید محمد عظیم آغا د شخصیت او کارنامو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: مرحوم سید محمد عظیم آغا کلونه د اسلامي امارت په نظامي او ملکي برخو کې ستر خدمتونه کړي وو او د شهادت تر وروستیو  پورې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو په وړاندې کولو بوخت وو او په دې لاره کې یې زیاتې ستونزې او کړاوونه ګاللي وو.

همدارنګه نوموړي  د مرحوم  کورنۍ، دوستانو او خپلوانو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل او د لوی خدای (جل جلاله) له دربار څخه یې مرحوم ته  جنت فردوس او کورنۍ ته یې د جمیل صبرغوښتنه وکړه.

د دغه مراسمو په ترڅ کې محترم شیخ صاحب د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له کارکوونکو او مسؤلینو څخه وغوښتل چې ور سپارل شوي مسؤلیتونه دې په ښه توګه ادا کړي ځکه هر فرد به د خپلو اعمالو جوابګو وي.

همدارنګه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مفتي عبدالاحد مسعود د قرآن عظیم الشان او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د احادیثو له نظره د شهادت او د شهید د مقام او منزلت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د الله (جل جلاله ) په لاره کې شهیدان به د قیامت په ورځ لوړ مقام ولري، نوموړي همداراز د مرحوم کورنۍ ته خپل د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړه.

د مراسمو په پای کې د مرحوم سید محمد عظیم آغا زوی ښاغلي سید تمیم آغا هم د خپل مرحوم پلار د شهادت د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او د اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ له شفقت او مهربانۍ څخه یې مننه وکړه چې دوی یې په دې ستر غم کې یوازې نه دې پریښودلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

په ڪاپیسا ولایت کې (۶۵) تنو مستحقو معلولیت لرونکو وګړو ویلچرونه ترلاسه کړل

د ڪاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د خوځښت خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۶۵) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د ڪاپیسا ولايت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۹:۱۲
Background image

په بادغیس ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کړنو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست درې تنو کارکوونکو هر یو محترم ویس الدین جلیلی، محترم علي جان محمدي او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۲۲
Background image

په بلخ ولایت کې څه باندې شپږ میلیونه افغانۍ پر مستحقو کسانو ووېشل شوې

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶) میلیونه، (۴) زره او (۷۰۰) افغانۍ پر (۱۴۹) مستحقو یتیمانو او کونډو باندې په منظم او عادلانه ډول. . .

BACK TO NEWS