شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د جګړې د قربانیانو د پېژندنې او پالنې نوی رییس معرفي شو!
د رییس الوزرا د حکم پر اساس ښاغلی مولوي عبدالغني د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د د جګړې د قربانیانو د پېژندنې او پالنې رییس په توګه معرفي شو.
د مالي او اداري چارو لوی رییس مولوي کلیم الله افغان څرګنده کړه چې ښاغلی ښاغلی عبدالغني د پراخې تجربې خاوند دی او د ریاست وړ شخص یې وباله. ښاغلي افغان د د جګړې د قربانیانو د پېژندنې او پالنې پخواني رییس د خدمتونه ستاینه وکړه او اداري تغییرات یې د ښې حکومتولۍ یو اصل وګاڼه.
د غونډې په پای کې ښاغلي مولوي عبدالغني د یاد ریاست د ښه سمبال لپاره هر اړخیز ډاډ ورکړ.