د شهیدانو او معلولینو سرپرست وزير د وزارت له کاري خونو لیدنه وکړه

sadiq_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۵ - ۱۵:۳۴
س

د شهیدانو او معلولینو سرپرست وزير د وزارت له کاري خونو لیدنه وکړه

نن شنبه د سلواغې ۲۵مه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر پوهنمل حمیدالله فاروقي د دغه وزارت له کاري خونو څخه لیدنه وکړه او د مراجعينو ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه یې واوريدل.

ښاغلي فاروقي د خدمتونو پر روڼتیا او چټکتيا ټینګار وکړ او اړوند مسؤلینو ته يې لارښوونه وکړه، چې مراجعينو ته په خپل وخت خدمات وړاندې کړي.

نوموړي له مراجعينو سره ژمنه وکړه، چې ستونزو ته به يې پر وخت رسيدنه کیږي او په وزارت کې به ورته د چارو اړوند اسانتیاوې برابرې کړي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۹
Background image

د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د دې ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفر وکړ

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې او د هغوی ستونزو او غوښتنو ته د ښې رسیدګي په موخه د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۲۱
Background image

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس مارمل ولسوالۍ ته سفر وکړ

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت د یتیمانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د کور په کور سروې په موخه مارمل ولسوالۍ ته سفر وکړ، هلته یې د یتیمانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

سلګونو تنو یتیمانو سره په کنړ ولایت کې مرستې ترسره شوې

د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او د هغوی ورځنیو ستونزو ته د ښې رسیدګي په موخه د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) مستح. . .

BACK TO NEWS