په هېواد کې د ملي ماتم په مناسبت د کابل پوهنتون د خونړۍ پېښې د شهیدانو او ټپیانو کورنیو سره غمشریکي

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۴ - ۹:۴۵
cds

په هېواد کې د ملي ماتم په مناسبت د کابل پوهنتون د خونړۍ پېښې د شهیدانو او ټپیانو کورنیو سره غمشریکي او د قران عظیم الشان ختم وشو

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت نن د لړم میاشتې په ۱۳ نېټه، چې په هېواد کې د ملي ماتم ورځ ده، د وزارت رییسانو، مشاورینو، کارکوونکو او نورو مسولینو په ګډون پر کابل پوهنتون د ترهګریز برید کې د شهیدانو کورنیو سره د خواخوږۍ او روح ته د دعا په موخه د قران عظیم الشان ختم ترسره کړ او ټپیانو ته یې د خدای ج له درباره د بېړنۍ روغتیا هیله وکړه.

ګډونوالو پر کابل پوهنتون ترهګریز برید وغنده او د انسانیت ضد عمل یې وګڼه. د دې تر څنګ یې په هېواد کې د سولې او ثبات او ملي وحدت د ټینګښت لپاره هم دعاوې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۹
Background image

د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د دې ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفر وکړ

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې او د هغوی ستونزو او غوښتنو ته د ښې رسیدګي په موخه د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۲۱
Background image

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس مارمل ولسوالۍ ته سفر وکړ

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت د یتیمانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د کور په کور سروې په موخه مارمل ولسوالۍ ته سفر وکړ، هلته یې د یتیمانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

سلګونو تنو یتیمانو سره په کنړ ولایت کې مرستې ترسره شوې

د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او د هغوی ورځنیو ستونزو ته د ښې رسیدګي په موخه د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) مستح. . .

BACK TO NEWS