د کندهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د شهيد اوونۍ ونمانځله

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۰ - ۱۴:۳۴
fdfd

د کندهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د شهيد اوونۍ ونمانځله

د کندهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د محترم والي صيب، د ولايتي شورا غړو، ديني عالمانو، فرهنګيانو، مدني فعالانو، د شهيدانو وارثانو او د معلوليت لرونکو وګړو په حضور کې د شهيد اوونۍ نمانځنه وکړه.

ياد مراسم پرون چارشنبه د وږې په ۱۹مه، ترسره شول.

د مراسمو په پيل کې د کندهار د شهيدانو او معلولينو چارو آمر لخوا د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير، جلالتماب لعل الدين آريوبي د شهيد اوونۍ په وياړ ور لېږلی پيغام ولوست. د ښاغلي وزير صيب په پيغام کې د شهيدانو د قربانيو او سرښندنو يادونې او ستاينې ترڅنګ خپلو ولايتي آمرينو ته د شهيدانو وارثانو ته د حقونو او امتيازاتو د پر وخت رسېدنې او د غوره خدمتونو وړاندې کولو لارښوونې پکې شوې وې.

د مراسمو نورو ويناوالو هم د شهيدانو د پاکو روحونو، وينو او سرښندنو ته د درناوي اړوند خبرې وکړې او غونډه د شهيدانو سپيڅلو روحونو د خوښ ساتلو او ارامتيا په پار، د دوعا لپاره د لاسونو په پورته کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۲۲
Background image

په بلخ ولایت کې څه باندې شپږ میلیونه افغانۍ پر مستحقو کسانو ووېشل شوې

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶) میلیونه، (۴) زره او (۷۰۰) افغانۍ پر (۱۴۹) مستحقو یتیمانو او کونډو باندې په منظم او عادلانه ډول. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۲۱
Background image

په ننګرهار ولايت کې په (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یتیمانو د‌ ملاتړ په موخه د (HHRD) مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۵۰) تنو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۵۱
Background image

په بلخ ولايت کې پر (۴۰) مستحقو یتیمانو باندی نغدي مرستې وویشل شوې

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې په همکارۍ د مزار شريف ښار د څلورمې او نهمې ناحیو اړوند پر (۴۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، د پلان. . .

BACK TO NEWS