د کرونا ويروس سره مبارزه زموږ د ټولو ګډ مسؤلیت دی

sadiq_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۵:۳۳
ds

د کرونا ويروس سره مبارزه زموږ د ټولو ګډ مسؤلیت دی

نن دوشنبه د وري په ۱۶مه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کارکوونکو ته د کرونا ضد واکسين ورکړل شو.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمیدالله فاروقي د وزارت کارکوونکو ته د واکسین پلې کولو پر مهال د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه او کارکوونکو له همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل: دا چې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کاري حجم زيات دی او د وزارت کارکوونکو سر او کار د مراجعينو سره وي؛ نو پر همدې بنسټ مو د کرونا ويروس ضد واکسين په پلې کولو کې مخکيوالی وکړ.

ښاغلي فاروقي د نړيوالو همکارانو څخه د (COVID 19) پر وړاندې د واکسين کيټونو د وېش له امله مننه وکړه او په دې تړاو يې ترېنه د لا زياتو همکاريو غوښتنه وکړه.

نوموړي څرګنده کړه، چې د کرونا درېیمه څپه مخ په خوریدو ده؛ لکه څرنګه چې هېوادوالو ددې وايروس له لومړۍ او دويمې څپې سره مبارزه وکړه؛ نو له دریيم پړاو سره يې هم بايد مبارزه وکړي او باید د ټولنیز واټن مراعتولو او حفظ الصحې شرایطو سره سم ددې ناروغۍ مخه ونیسو.

د کرونا ضد واکسين د پلې کولو پر مهال د عامې روغتیا وزارت استازي هم د کرونا پر وړاندې د واکسین د پلې کولو پروسې د شرایطو او اصولو په اړه هراړخيز معلومات ورکړل وويل: دا دی کرونا پر وړاندې د واکسین پلې کولو لومړی پړاو دی او دويم پړاو به يې یوه میاشت وروسته د ياد وزارت کارکوونکو لپاره تطبیق شي.

ورپسې د وزارت کارکوونکو لپاره د کرونا ضد واکسين د ورکړې بهير، د شهیدانو او معلولینو چارو وزير پوهنمل حميدالله فاروقي او ددې وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کوونکې مرستیالې جميلې نورستانۍ په حضور کې پرانيستل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS