د کرونا واکسين دويم پړاو پلی شو
د کرونا واکسين دويم پړاو پلی شو
۲۰ غویی_۱۴۰۰
د عامې روغتيا وزارت د کرونا واکسين پلي کوونکي ټیم لخوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کارکوونکو ته د کرونا واکسين دويم پړاو واکسين تطبيق کړ او له کرونا څخه د مخنيوي، وقايې، درملنې او ددې ويروس د نه خپراوي په موخه يې د لازمو او احطياطي تدابيرو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
د عامې روغتيا وزارت ډاکترانو ټينګار وکړ، چې د کوچني اختر په سره بايد د کرونا ويروس د خپراوي پروړاندی لازم او احطياطي ترتيبات ونيول شي او له غير ضروري تګ راتګ څخه د ډډه وشي.
دوی زياته کړه، چې هر کس د خپلې کورنۍ پر وړاندې مسووليت لري او په دې برخه کې بايد هر يو هڅه وکړي، څو ياد مسووليت په سمه توګه ادا کړي.