د نیالګیو کښېنولو ملي ورځې په ویاړ نوي نیالګي کښېنول شوه

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ - ۹:۲۹
mmd

د نیالګیو کښېنولو ملي ورځې په ویاړ نوي نیالګي کښېنول شوه

نن شنبه د (کب میاشتې ۲۴ نېټه) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت رهبرۍ د هېواد د ښېرازۍ په موخه د وزارت په انګړ کې د نویو نیالګیو کښېنولو اشر ترسره کړ.

د نیالګیو کښېنولو ملي کمپاین پر مهال د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د یوه نوي نیالګي په کېښنولو وویل، چې د کب شلمه د جلالتماب جمهور رییس د ځانګړي فرمان پر بنسټ د نیالګیو کښېنولو ملي ورځ نومول شوې او د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د نیالګیو کښېنولو اشر ترسره کېږي.

ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې د وزارت په انګړ کې د نیالګیو کښېنولو موخه یې ټولو هېوادوالو ته د هېواد د ښېرازۍ لپاره د نویو نیالګیو کښېنولو پیغام ورکول دي او هیله من دی، چې هر فرد د ملي مسولیت په توګه یو نیالګی د ځان او بل د هېواد لپاره کښېنوي او د هېواد په ښېرازۍ او د طبیعت په ښکلا کې برخه واخلي.

ښاغلي آریوبي وویل، چې د نیالګیو کښېنول د هوا د ښه والي تر څنګ په اقتصادي او فرهنګي برخه کې هم د پام وړ نقش لري او اړینه دا ده، چې نویو کښېنولو شویو نیالګیو څخه ټول په ښه توګه ساتنه او پالنه وکړو. ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې د وزارت اړوند ولایتي آمریتونو ته یې آمر کړی، چې په دې ملي کمپاین کې فعاله ونډه واخلي.

د وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي دل آقا صوفي زاده د نیالګیو کښېنولو ملي ورځ د هېواد د ښېرازۍ لپاره ښه ګام وګڼه او په ټولو هېوادوالو یې غږ وکړ، چې دې ملي کمپاین کې شریک شي.

مولوي شمس الله حقاني د وزارت د رهبرۍ له لوري د نیالګیو کښېنولو کمپاین یو نوښت وباله او په دې اړه یې اسلامي او شرعي احکام بیان کړل.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS