د غزني ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس د دې ولايت اړوند یو شمېر رئيسانو سره وکتل

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۸:۷
mmd

د غزني ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد انور برادر د دې ولايت د اقتصاد، د پېښو په وړاندې د مبارزې، د کلېو او پراختيا، سرې مياشتې او عدلیې ریاستونو له رئيسانو سره وکتل.

د یادې کتنې په ترڅ کې د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس له هغوی څخه وغوښتل چې د مرستو په وېش کې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته لومړيتوب ورکړي، تر څو په سمه توګه د هغوی لاسنیوی وشي.

په ورته وخت کې د اړوند رياستونو رئيسانو په ياده برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۳۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم معینانو او رئیسانو په کندهار ولایت کې د وزارتونو د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي درې ورځیني سیمینار کې ګډون وکړ

په کندهار ولایت کې د وزارتونو د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي ځانګړي سیمینار کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ژمي موسم په را رسیدو سره د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۰۰) تنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د نصیر خیریه بنسټ ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي په موخه د نصیر خیریه بنسټ سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د کابل ولایت. . .

BACK TO NEWS