د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر پوهنمل حمیدالله فاروقی او ور سره مل پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۸:۵۶
gg

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر پوهنمل حمیدالله فاروقی او ور سره مل پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ

د شهیدان او معلولینو چارو وزیر د ولایتي سفرونو په ترڅ کې، د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د ژوند د سطحې معلومولو او د هغوی ستونزو ته د رسیدنې په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ، چې د ولایتي چارواکو او خلکو له تود هرکلي سره مخ شول.

په دغه سفر کې ښاغلي فاروقی د ننګرهار له محترم والي، د شهیدانو کورنیو غړو، معلولیت لرونکو وګړو او جګړو ځپلو ځوانانو او مشرانو سره په جلا جلا ډول لیدنې وکړې.

د ننګرهار ځوان والي ضیاالحق امرخیل له ښاغلي فاروقی څخه مننه وکړه چې د ننګرهار جګړو ځپلو، د شهیدانو کورنیو له غړو او معلولیت لرونکو وګړو د وضعیت له نږدې لیدو په موخه ننګرهار ولایت ته راغلی او د هغوی د ژوند ښه کولو په پار هلې ځلې کوي.

نوموړي د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د وروستیو پرمختګونو لکه ( د سیسټم برېښنايي کول، د منظمې پالیسۍ جوړول، د بروکراسۍ کمول، له فساد سره مبارزه، د اسنادو بیا څېړنه او شفافیت او له یوه ادرس نه د اسنادو ارزونه) یې وستایل او په چارو کې یې ورته د لا بریالیتوب هیله وکړه.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر پوهنمل حمیدالله فاروقی د ننګرهار ولسونو له تود هرکلي او مېلمه پالنې مننه وکړه او د وزارت اړوند ولایتي ادارو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د کلنیو امتیازاتو د پر وخت ورکونې او ستونزو ته د رسیدنې تر څنګ، باید د هغوی د ځان بساینې، کارموندنې او زده کړو زمینو د برابرولو په برخو کې هم جدي کار او پاملرنه وکړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS