د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د کاري ظرفیت لوړونې پروګرامونو (۲۲) تنو فارغانو ته د تصدیق‌ پاڼو وېش او د یو شمېر نورو کارکوونکو لپاره د نوي زده کړه ئیزو پروګرامونو پېل

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۹:۴۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دې وزارت اړوند (۲۲) تنو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو او د اداري چارو د ښه پرمخ وړلو په موخه د کمپیوټر او انګلیسي ژبې درې میاشتني روزنیز پروګرامونه په لاره اچول شوي وو، چې د وزارت له بېلابېلو برخو څخه کارکوونکو په دې پروګرامونو کې ګډون کړی وو. هغوی ته نن د یو پروګرام ترڅ کې تصدیق پاڼې ووېشل شوې او همداراز د (۲۰) تنو نورو کارکوونکو لپاره ورته نوي زده کړه ئیز پروګرامونه پيل شول.

د دې ښوونیزو پروګرامونو د دایرولو اصلي موخه د کارکوونکو د مسلکي مهارتونو لوړول، په اداري چارو کې د شته ستونزو له منځه وړل او د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو د بهیر چټک کول دي.

په همدې موخه جوړ شوي پروګرام کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش او د اړوند ریاست آمرینو حضور درلود.

محترم مولوي کلیم الله افغان په دې مراسمو کې د ټکنالوژۍ د اهمیت په هکله مفصلې خبرې وکړې او وې ویل چې کمپیوټر نن ورځ د یوې ضروري وسیلې په توګه، د معاصرې نړۍ په چټکو پر مختګونو کې مهم رول لوبولی دی او د کمپیوټر څخه سمه او مؤثره استفاده نه یوازې د اداري او تخنیکي چارو د چټکتیا لامل ګرځي، بلکې د وخت، امکاناتو او بې‌ځایه لګښتونو د مخنیوي سبب هم کېږي، هغه همداراز ګډونوال وهڅول چې له کسب شویو مهارتونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي او د خپلو مهارتونو د لوړولو لپاره نورې هڅې هم وکړي.

د دې پروګرام په ترڅ کې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د کمپیوټري مهارتونو د زده کړې اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د دې مهارتونو زده کړه د هر کارکوونکي اړینه اړتیا ده او پرته له دې مهارتونو څخه، اداري چارې په مؤثر ډول نه ترسره کېږي، نوموړي له نویو ګډونوالو څخه وغوښتل چې دا روزنیز پروګرام په بشپړې پاملرنې او جدیت سره تعقیب کړي او له دې برابر شوي فرصت څخه په ښه ډول استفاده وکړي، ترڅو خپلې کاري وړتیاوې لا پیاوړې کړي.

د یادونې وړ ده چې د کارکوونکو چارو ریاست نه یوازې د وزارت دننه د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره روزنیز پروګرامونه تنظیم کړي، بلکې د وزارت ګڼ شمېر کارکوونکي یې د کاري مهارتونو د زده کولو په موخه د ملکي خدمتونو انسټیټوټ او نورو اړوندو روزنیزو مرکزونو ته هم معرفي کړي دي او د دې ډول پروګرامونو په پلي کېدو سره به شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته خدمتونه پر وخت، دقیق او معیاري ډول وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS