د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تشکیلاتی طرحې د جوړولو په موخه غونډه جوړه شوه

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۴:۴۸
mmd

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او حسابي چارو په ریاست کې جوړه شوې وه په هغې کې د یاد وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د داخلي تفتیش رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني، د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني، د مالي او حسابي چارو رئیس محترم قاري محمد امین درویش، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د ټولنیزو خدمتونو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس، د اداري او خدماتو رئیس محترم مولوي سردار محمد حبیب، د شهیدانو چارو رئیس محترم مولوي روح الله نصرت، د معلولینو چارو رئیس محترم قاري عبدالکریم حلیمي او د ولایتونو د انسجام او همغږۍ آمر محترم ملا عبدالرحمن فهیم ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ۱۴۰۳ مالي کال د تشکیلاتو پر طرحې هراړخیزې خبرې او نظریات شریک کړای شول.

د دې غونډې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان د ۱۴۰۳ کال د تشکیل اړوند موضوع باندې هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د ۱۴۰۳ مالي کال د تشکیل پر طرحې د بیاکتنې او ترتیب کې باید له پوره دقت څخه کار واخیستل شي تر څو د غیر ضروري بستونو د ازدیاد مخه ونیول شي او له بلې خوا وظیفوي تداخل له منځه یوړل شي.

هغه همداراز زیاته کړه په دې کار سره له یوې خوا په مصارفو کې کمښت راځي او له بلې خوا د دولت بودیجه چې یو ملي امانت دی له هغې څخه ساتنه کیږي. هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تشکیل طرحه باید ژر تر ژره نهایی شي.

همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي هم د دې وزارت د تشکیلاتي طرحې د جوړولو پر څرنګوالي هراړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د یوې ادارې په تشکیلاتو کې مسلکي او حمایوي بستونه له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دي چې باید د تشکیلاتو په طرحه کې موازنه او تناسب په پام کې ونیول شي. نوموړي همداراز وویل د دې وزارت اړوند رئیسان د پورتنېو مواردو په پام کې نیولو سره باید ژر تر ژره د خپلو ریاستونو د تشکیلاتو طرحې له ټاکل شوې کمیټې سره شریکې کړي.

نوموړي همداراز وویل د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ۱۳۹۹ کال کې (۶۳۸) بستونه لرل او په  ۱۴۰۱ لمریز کال کې مجموعاً (۱۰۸۶)  بستونه منظور شول چې د ۱۴۰۲ کال تشکیل د مخکني کال په پرتله د (۷۰) بستونو په ازدیاد سره دې وزارت ته منظور شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS