د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ټولنې پياوړتیا (SEO) مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۲۶

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لغمان ولایت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ټولنې پياوړتیا (SEO) مؤسسې سره د (۳۷۰) زره او (۹۲۱) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه‌لیک له مخې به، په لغمان ولایت کې د شهیدانو له کورنیو، معلولینو او همداراز زیانمن شویو ځوانانو له ډلې څخه (۱۰۵۰) تنو ته د مسلکي استادانو له لوري په بېلابېلو برخو کې مسلکي زده‌کړې ورکړل شي. په دې برخو کې د خیاطۍ، ګلدوزۍ، د سبزیجاتو کرنې، موبایل ترمیم، د لبنیاتو تولید، د برېښنایي وسایلو ترمیم او نورې اړوندې حرفې شاملې دي، ترڅو یاد کسان له اقتصادي پلوه په ځان بسیا شي.

همداراز د دغو پروګرامونو فارغانو ته به د فراغت وروسته د خپلې اړوندې حرفې د کار د پیل لپاره لازم وسایل او امکانات هم برابر شي، تر څو وکولای شي خپل شخصي کاروبار ته دوام ورکړي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د ټولنې پياوړتیا (SEO) مؤسسې رئيس محترم محمد عاطف صبوری ترمنځ لاسلیک شو، د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږې د لسو میاشتو په موده کې تطبیق شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS