د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست او نوماند وزیر له یوې افغانې څېړونکې سیما غني سره وکتل

farahmand_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۱۳:۴۹
sima

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست او نوماند وزیر، پوهنمل حمیدالله فاروقي له افغانې څېړونکې سیما غني سره وکتل او د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د ژوند عمومي وضعیت په اړه بحث وکړ.

په دې غونډه کې، ښاغلي فاروقي د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د ژوند بېلابېلو برخو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د شهیدانو او معلولینو وزارت هڅه کوي په هېواد کې د جنګي وضعیت او محدودو سرچینو به پام کې نیولو سره د وزارت د خدماتو او فعالیتونو اغېزمنتیا لوړه کړي.

ښاغلي فاروقي یادونه وکړه چې وزارت سږ کال له فساد سره د مبارزې او د روڼتیا لپاره سخت کار کړی دی. هغه زیاته کړه چې د تدقیق او  د اسنادونو د څېړنې کمیټې اوس په مرکز او ولایتونو کې فعالې دي او پاک اسناد له ناپاکو څخه جلا کولو کې بوخت دي، او د تادیې له پروسې څخه یو شمېر پېژندل شوي اسناد حذف شوي دي.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست او نوماند وزیر یادونه وکړه چې د وزارت دنده یوازې د معاشونو ورکول نه دي بلکه مستقیم او غیر مستقیم خدمات هم وړاندې کوي لکه د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو وېش، بیارغونه، روغتیایي او بیارغونې خدمات، ټولنیز ادغام، د اوسېدو ځای برابرول، د حرفوي او مسلکي زده‌کړو  زمینه برابرول، کارموندنه او نور موضوعات هم دي.

د غونډې په لړ کې، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر ښاغلی فاروقي ټینګار وکړ چې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د نړیوالې ټولنې مرستې خورا لږې او کافي نه دي.  هیله څرګنده کړه چې دا مرستې به زیاتې شي او هیله یې څرګنده کړه چې د هېواد له له حالت سره به دا مرستې به زیاتې شی او د دې مرستې په سمه توګه اداره کولو او د اغېزمنتیا د لوړولو لپاره به هڅې وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۹:۵۰
Background image

د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې په مرکز کې د (SDLP) پروګرام د زده کوونکو څخه ازموينه واخيستل شوه

یاد پروګرام پنځه مياشتې وړاندې د HHRD نړيوالې مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ (۱۲۶) تنو یتیمانو، معلولينو او بېوزله کسانو لپاره د انګليسي ژبې او د کمپيوټر پروګرامونو زده کړې په موخه په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۹:۴۷
Background image

په لغمان ولايت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د HHRD خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په دې ولايت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل.

همداراز هغو یتیم زده. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۹:۳۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې (۵۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د لیف خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په دې ولایت کې پر (۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې خوراکي او غیر خوراکي توکي په منظم او شفاف ډول ووېشل.

په. . .

BACK TO NEWS