د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ویاند او سلاکاره وستایل شوه

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۳ - ۸:۴۳
ds

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ویاند او سلاکاره وستایل شوه

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د جلالتماب جمهور رییس له لوري د وزارت ویاند ضیاالحق فضلي او د مالي، تدارکاتو او بشري سرچینو په چارو کې د مقام سترې سلاکارې آغلې صفیه انوري ته رالیږل شوي ستاینلیکونه وسپارل او دواړو ته یې د دغې سترې لاسته راوړنې مبارکي وویله.

په دې غونډه کې د نظامي شهیدانو او معلولینو چارو د انسجام مرستالې صبری اندړ، د مقام ستر سلاکار محمد دین قانع، رییسانو، مشاورینو او نورو مسولینو ګډون درلود.

ښاغلي آریوبي ضیاالحق فضلي او مېرمن صفیه انوري د وزارت مهم او اغېزناک ظرفیتونه وګڼل وویل: د جمهور رییس له لوري دوی ته رالېږل شوي ستاینلیکونه د دوی د صادقانه کار، مثبتو کړنو او سختو هلو ځلو پایله ده. دا ستاینلیکونه د دوی د کارونو له ارزونې وروسته ورکړل شوي دي.

ښاغلي آریوبي څرګنده کړه، چې یاد ستاینلیکونه لوړ معنوي ارزښت لري او د ټولې ادارې مشترک ویاړ دی. زیاته یې کړه، چې دغسې ستاینې د مسولینو په هڅونه او لا ډېر کار کولو کې اساسي نقش ترسره کوي.

ښاغلي فضلي او مېرمن انوري د ښاغلي وزیر او جلالتماب جمهور رییس له باور او ستاینې د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به هم خپلې اړوندې چارې او مسولیتونه په بشپړه ریښتینولۍ، هېوادني احساس او ژمنتیا ترسره کوي.

د وزارت نورو مسولینو هم د وزارت د ویاند او سلاکارې د کړنو په اړه خبرې وکړې او دواړه یې د ستاینلیکونو مستحق وګڼل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS