د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت نوي ګمارل شوي رییسان معرفي شوه

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۹:۴۰
ds

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت نوي ګمارل شوي رییسان معرفي شوه

نن شنبه د (وري میاشتې ۲۸) د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت (د کورنۍ پلټنې، اطلاعاتو او عامه اړيکو، څارنې او ارزونې او حقوقي چارو سلاکار) چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ازادې سيالۍ له لارې یادو بستونو ته بريالي شوي وو، د جمهوري رياست عالي مقام د حکم پر بنسټ رسما معرفي او دندې یې پیل کړې.

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د یادو رییسانو د پېژندنې ناسته کې ټولو ته د مبارکۍ ترڅنګ وويل: د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت په وياړ او سرلوړۍ د ټولنې يو سرښندونکي قشر ته خدمتونه وړاندې کوي او په دې برخه کې ټول مسول یو، چې له شته امکاناتو په ګټنې په دوامداره توګه اغيزناک کار وکړو.

ښاغلي فاروقي هيله وښوده، چې یادو برخو کې د نوو او زده کړو ځوانانو ګمارنه به د چارو ښه والي او بدلون کې مثبت نقش ترسره کړي.

دغه راز یې څرګنده کړه، چې وزارت له بېلا بېلو ملي او نړيوالو بنسټونو سره د ګډ کار او همغږۍ پر بنسټ هڅې کوي، څو په دې برخه کې د اړيکو پياوړتيا رامنځته شي.

ښاغلي فاروقي زیاته کړه، چې د هېواد لپاره ټول په يو تاريخي او مهم پړاو کې يو، هر یو بايد د مسوليت اخیستنې، خدمتونو وړاندې کولو او د خپلو احساساتو برخه کې متفاوت عمل وکړي. دا ډول یې وویل: په اوسنیو حالاتو کې بايد مشترک کار وکړو او د چارو په تنظيم کې له يو او بل سره لازمه همغږي او همکاري ولرو.

نوو بریالیو شوو رييسانو محمد عمر مايار د کورنۍ پلټنې رييس، غلام عباس فراسو د اطلاعاتو او عامه اړيکو رييس، سميه نبيل د څار او ارزونې رييسه او هارون محمدزی د حقوقي مشاور په توګه د خپلو کاري تجربو او برنامو شريکولو ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د چارو او د ادارې د وضعيت د ښه والي په موخه د قوانينو او مقرراتو سره سم به په مسوولانه ډول خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS