خبرتیا
خبرتیا
د ننګرهار ولایت د شهیدانو د ورثې او معلولیت لرونکو وګړو د پام وړ!
په ننګرهار ولایت کې د ملکي او نظامي شهیدانو د ورثې او معلولیت لرونکو وګړو د بایومتریک بهیر پیل شوی دی؛ له تاسې ټولو هیله کېږي، چې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت ته مراجعه وکړئ، تر څو بایومتریک شئ او خپله برېښنایي تذکره ترلاسه کړئ.
د نورو معلوماتو لپاره لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ:
0786003627
0787712300
په درنښت
د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت