د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ټولنې پياوړتیا (SEO) مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۲۶

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لغمان ولایت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ټولنې پياوړتیا (SEO) مؤسسې سره د (۳۷۰) زره او (۹۲۱) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه‌لیک له مخې به، په لغمان ولایت کې د شهیدانو له کورنیو، معلولینو او همداراز زیانمن شویو ځوانانو له ډلې څخه (۱۰۵۰) تنو ته د مسلکي استادانو له لوري په بېلابېلو برخو کې مسلکي زده‌کړې ورکړل شي. په دې برخو کې د خیاطۍ، ګلدوزۍ، د سبزیجاتو کرنې، موبایل ترمیم، د لبنیاتو تولید، د برېښنایي وسایلو ترمیم او نورې اړوندې حرفې شاملې دي، ترڅو یاد کسان له اقتصادي پلوه په ځان بسیا شي.

همداراز د دغو پروګرامونو فارغانو ته به د فراغت وروسته د خپلې اړوندې حرفې د کار د پیل لپاره لازم وسایل او امکانات هم برابر شي، تر څو وکولای شي خپل شخصي کاروبار ته دوام ورکړي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د ټولنې پياوړتیا (SEO) مؤسسې رئيس محترم محمد عاطف صبوری ترمنځ لاسلیک شو، د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږې د لسو میاشتو په موده کې تطبیق شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او یو اندازه نغدي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د افغان ځوانانو لپاره د زده کړې او روغتیا (AYEHO) مؤسسې سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کاپیسا او پنجشېر ولایتونو د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د افغان ځوانانو لپاره د زده کړې او روغتیا (AYEHO) مؤسسې سره د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون د ښه تطبیق په موخه د پوهاوي پروګرام ترسره شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په. . .

BACK TO NEWS