په هلمند ولایت کې پر سلګونو تنو مستحقو کسانو باندې ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۹:۹
mmd

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنيو د ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه د همدرد خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو سره د ژمنیو توکو مرستې ترسره کړې.

په همدې مهال، هغو کسانو چې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري ورسره مرستې ترسره شوې وې، د یاد ریاست له همکارۍ او پاملرنې څخه یې خپله خوښي څرګنده کړه، هغوی د مرستو د شفاف او پر وخت وېش ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې هم د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري ورته لا زیاتې مرستې برابرې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۹:۱۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت کارکوونکو ته اصلاحي وینا وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت کارکوونکو ته په یوه اصلاحي غونډه کې د دعوت او ارشاد د اهمیت، د امیر د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۹:۱۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د څارنې او ارزونې رئيس محترم مولوي نور الحق حقاني په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په هغې کې د تطبیقي پلانونو څخه د څارنې او ارزونې آمر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۹:۹
Background image

په هلمند ولایت کې پر سلګونو تنو مستحقو کسانو باندې ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنيو د ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه د همدرد خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو سره د. . .

BACK TO NEWS