د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د آشیانه مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۱۶
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان، بهرنېو اړیکو او تقنین ریاست د آشیانه خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ چې موخه یې یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ته د ښه ژوند فرصتونو برابرول دي. د دې هوکړه لیک له مخې به، په سمنګان ولایت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو (۱۳۰۰) کورنيو لپاره په (۹) بېلابېلو برخو کې حرفوي پروګرامونه پېل شي، ترڅو هغوی د حرفوي مهارتونو په زده‌کړې سره له اقتصادي اړخه په ځان بسیا شي.

یاد هوکړه لیک د (۲۸۵) زره او (۹۰۶) ډالرو په ارزښت د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د آشیانه مؤسسې رئیس محترم انجنیر محمد یوسف نوابي ترمنځ لاسلیک شو او د سمنګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ به د اوو (۷) میاشتو په موده کې پلي شي.

د دې هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال محترم ملا صدوخان حق شناس د آشیانه مؤسسې له رئیس څخه یې مننه وکړه او له هغه یې وغوښتل چې د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو لپاره په بېلابېلو برخو کې لا زیاتې مرستې برابرې کړي تر څو د دې اړمن قشر ستونزو ته په ښه توګه رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۹:۵۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یو پلاوي د هېواد په پنځه ولايتونو کې د معلولینو سره نغدي مرستې ترسره کړې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم‌ الله افغان په مشرۍ يو پلاوي چې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د شهیدانو ورثه وو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۹:۴۷
Background image

په بغلان ولايت کې (۴۰۰) مستحقو کورنيو ته ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

د ژمي موسم په رانږدې کیدو سره د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ په موخه، د يوې خيريه مؤسسې په مالي همکارۍ د شهیدانو کورنیو او معلولیت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۹:۴۱
Background image

د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې (۱۸۰) تنو مستحقو کسانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د احساس مرستندويه مؤسسې په همکارۍ، پر (۱۸۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، هر. . .

BACK TO NEWS