په لوګر ولایت کې د یو شمېر شهیدانو له کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۹:۳۳
mmd

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نیازمحمد هجرت چې یاد ریاست د خاصو شهیدانو مدیر محترم سیف الرحمن مدني یې ملتیا کوله، د لوګر ولایت په برکي برک او چرخ ولسوالېو کې د شهیدانو څلور کورنيو سره یې له نږدې وکتل، د خواخوږۍ او همدردي ترڅنګ یې، هر کورنۍ سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

محترم مولوي نیازمحمد هجرت د شهیدانو له کورنيو سره په کتنه کې وویل: په هېواد کې اسلامي نظام ستاسو د قربانیو په برکت راغلی دی او د اسلامي امارت مشران به هېڅکله ستاسو سرښندنې او قربانۍ هېرې نه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۱:۲۶
Background image

په ننګرهار ولايت کې پر (٢٠٠) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د ننګرهار ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د ( ZFA) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې اختریزې ډالۍ چې په هغه کې د اختر لپاره جامې، واسکټ، څپلۍ او نور توکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۱:۲۴
Background image

په تخار ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې اختریزې ډالۍ په منظم ډول ووېشلې، چې هر مستحق د اختر لپاره جامې، بوټان او ځینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۶:۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې اختریزې ډالۍ په منظم ډول ووېشلې، چې هر مستحق د اختر لپاره جامې، بوټان او. . .

BACK TO NEWS