په زابل ولايت کې (۵۸۵) مستحقو کسانو د ژمنېو توکو مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۹:۲۲
mmd

یوې خیریه مؤسسې د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز او نږدې ولسواليو کې پر (۵۸۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمني توکي چې په هغه کې البسه او کمپلۍ شامل وې، ووېشلې.

 همداراز، هغو کسانو چې مرستې یې ترلاسه کړې وې د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست څخه یې خوښي او خوشحالي وښوده.

په ورته وخت کې د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست مسؤلينو د یاد خیریه بنسټ له مرستو څخه مننه وکړه او د نورو ورته مرستو غوښتنه یې وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ د‌ همکارۍ هوکړه‌ لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره، د (۵۳) زره او (۴۲۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۲
Background image

د معلولینو د بیاځواکمنتيا په رياست کې د‌ (۸۰) تنو معلوليت لرونکو وګړو لپاره د پوهاوي پروګرام پیل شو

د معلوليت لرونکو وګړو لپاره د پوهاوي پروګرام د معلولینو د بیاځواکمنتيا رياست له لوري د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي مرسته د دې رياست د رئيس محترم مولوي عبدالنافع منتفع په حضور کې پيل شو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۹:۵۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د کامه وړیا مرستو (KRC) مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو د ملاتړ په موخه، د کامه وړیا مرستو (KRC) مؤسسې سره د (۲) لکه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک چې د دې وزارت. . .

BACK TO NEWS