په ننګرهار ولایت کې (۵۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۹:۵۷
mmd

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د لیف خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د دې ولایت په کامې ولسوالۍ کې د یتیمانو پر (۵۵۰) کورنېو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او نور مواد شامل وو، په شفاف ډول ووېشل.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک وویل: زموږ اساسي موخه یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کول دي او پوره هڅه به وکړو چې د خیریه بنسټونو او مؤسسو څخه هغوی ته لا زیاتې مرستې راجلب تر څو په سمه توګه د هغوی لاسنیوی وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ د‌ همکارۍ هوکړه‌ لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره، د (۵۳) زره او (۴۲۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۲
Background image

د معلولینو د بیاځواکمنتيا په رياست کې د‌ (۸۰) تنو معلوليت لرونکو وګړو لپاره د پوهاوي پروګرام پیل شو

د معلوليت لرونکو وګړو لپاره د پوهاوي پروګرام د معلولینو د بیاځواکمنتيا رياست له لوري د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي مرسته د دې رياست د رئيس محترم مولوي عبدالنافع منتفع په حضور کې پيل شو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۹:۵۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د کامه وړیا مرستو (KRC) مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو د ملاتړ په موخه، د کامه وړیا مرستو (KRC) مؤسسې سره د (۲) لکه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک چې د دې وزارت. . .

BACK TO NEWS