د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د داخلي تفتیش ریاست يو پلاوي غزني ولایت ته د یاد وزارت اړوند ریاست د کړنو او فعالیتونو د څېړلو په موخه سفر وکړ

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۱۴:۱۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تفتیش آمر محترم مولوي امان الله جمالي په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد وزارت د داخلي تفتیش ریاست درې مسلکي غړو یې ملتیا کوله، غزني ولایت ته د سفر په ترڅ کې د شهیدانو اومعلولینو چارو ریاست د فعالیتونو او کړنو څخه ارزونه او څیړنه پیل کړه.

ټاکل شوې ده چې یاد پلاوی به په دې ریاست کې شته ستونزې او ننګونې په نښه او د حل په موخه به مسؤلینو او کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۵:۲۰
Background image

په کابل ولایت کې (۵۰) تنو کونډو د خیاطۍ ماشینونه ترلاسه کړل

د یفت خیریه مؤسسې د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ (۵۰) تنو مستحقو کونډو ته د اقتصادي ځان بساینې په موخه د خیاطۍ ماشینونه ووېشل.

یادې مرستې د کابل ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۳:۱۶
Background image

په کابل ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو معلولیت لرونکو وګړو ویلچرونه ترلاسه کړل

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یفت خیریه مؤسسې سره په همغږۍ معلولینو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه پر (۱۰۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په انګړ کې د یو محراب جومات پرانیسته وشوه

یاد جومات د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز په اساس او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د منظورې سره سم د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له بودیجې څخه په دوه پوړونو کې په. . .

BACK TO NEWS