د هلمند ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست یوه پلاوي د دې ولایت په دوو ولسوالېو کې د اړوند مدیریتونو د کاري بهیر څخه ارزونه ترسره کړه

د یاد پلاوي په ترکیب کې چې د هلمند ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو ریاست د مالي او اداري چارو مدیریت او د اجرائیه مدیریت استازي شامل دي، د دې ولايت په نهر سراج او ګرشک ولسوالېو کې د یاد ریاست اړوند مدیریتونو د فعاليتونو او کړنو او همداراز یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.
ياد پلاوي همداراز په نهر سراج او ګرشک ولسوالېو کې د شهيدانو او معلولینو چارو رياست په اړوند مدیریتونو کې شته ستونزې او نیمګړتیاوې په نښه او د چارو لا ښه پر مخ وړلو په موخه یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.