د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو ریاست په مشرۍ پلاوي د یاد وزارت د کارکوونکو د دندو پر لایحو باندې بیاځلي کتنه وکړه

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۵ - ۱۴:۴۲
mmd

د ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ ځانګړي پلاوي د وزارت د اړوند ریاستونو د کارکوونکو د دندو لایحې بیاځلي وڅیړلې تر څو په اړوندو کاري دندو کې د تداخل مخنیوې وشي او د ښو او غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ټول کارکوونکي خپلې دندې په ښه او اغیزمن ډول سرته ورسوي.

همداراز د نوي ګمارل شویو مجاهدینو او عالمانو د اسنادو بیاکتنې او څیړنې په موخه یوې ځانګړي کمیټې هم خپله دنده پیل کړه په یادې  کمیټې کې چې د دعوت او ارشاد ریاست، د لوړو زده کړو وزارت او همدارنګه د بشري سرچینو ریاست استازي ګډون لري نوموړی کمیټه به د وزارت په اړوندو ریاستونو کې د نوي ګمارل شویو مجاهدینو او عالمانو اسناد به په هر اړخیز ډول وڅیړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS