د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ترکیې هیواد له سفیر سره وکتل

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۱۳:۴۷
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخوند په کابل کې د ترکیې هیواد له سفیر ښاغلي جهاد آرګین آی او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په پیل کې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد آرګین آی د افغانستان له خلکو سره د ترکیې دولت د بشري مرستو یادونه وکړه او زیاته یې کړه: د ترکیې هېواد د اسلامي امارت د نظام د رامنځته کیدو وروسته د دغه هېواد له اړمنو خلکو سره په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې توګه د روغتیا او خوراکي توکو د رسولو په برخو کې لازمې مرستې کړې دي چې د یادو مرستو څخه معلولیت لرونکي وګړي، کونډې او یتیمان هم برخمن شوي دي.

په دې کتنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخوند د ترکیې هېواد د بشردوستانه مرستو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: په دغه هېواد کې څلویښت کلنې جګړې افغانستان د بدبختیو په مرکز بدل کړی دی، هغه د افغانستان له خلکو سره د ترکیې د مسلمان ملت د اوږدو فرهنګي او اسلامي اړیکو یادونه وکړه. همدارنګه د یاد وزارت سرپرست وزیر ښاغلي  ملا عبدالمجید اخوند د ترکیې هیواد له سفیر سره په کتنه کې د یتیمانو او معلولینو لپاره د پوهنې، روغتیا او خوراکي توکو د برابرولو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د کابل ولایت اړوند (۴۲۵) تنو مستحقوکسانو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنيو او معلولینو د ملاتړ په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۲۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو، معلولینو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۹:۱۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د استراتيژیکو مطالعاتو او پالیسۍ (ASPS) مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۷۲) میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو په ژوند کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو او د هغوی د اقتصادي ملاتړ په موخه، د افغانستان د استراتيژیکو مطالعاتو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۸:۵۵
Background image

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو رئیس د افغانستان لپاره د بریتانیا ون نېشن (ONUKA) مؤسسې له رئیس سره وکتل

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا شیر محمد صمیم په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د بریتانیا د ون نېشن (ONUKA) مؤسسې له رئیس محترم مفتي یوسف ابراهیم اکودي سره. . .

BACK TO NEWS