د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو نوی رییس معرفي شو!

ښاغلی مولوی محمد موسی صدیقي د ا.ا.ا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رییس په توګه معرفي شو. ښاغلي مولوی شیخ عبدالحکیم د خبرو په ترڅ کې، ښاغلی صدیقي د یاد ریاست لپاره وړ شخص وباله او د چارو د ښه سمبالتیا لپاره یې ورته هرکلی ووایه.
د مالي او اداري چارو رییس ښاغلی مولوی کلیم الله افغان د بشري سرچینو د پخواني رییس د خدمتونه ستاینه وکړه او اداري تغییرات یې د ښې حکومتولۍ یو اصل وګاڼه.