دولتي ادارې بايد د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته د حل په موخه ځانګړي پلانونه جوړ کړي

sadiq_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۲ - ۹:۲۲
ss

دولتي ادارې بايد د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته د حل په موخه ځانګړي پلانونه جوړ کړي

 د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي،ع د جمهوري رياست د لومړي مرستیال له سلاکار، ښاغلي بصیر محمدي سره وکتل او د دولتي ادارو سره د وزارت له لوري د شوو هوکړه ليکونو د پلي کیدو په اړه یې خبرې وکړې.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین اریوبي، د جمهوري رياست لومړي مرستیال له سلاکار سره په کتنه کې د شهیدانو او معلولینو وارثینو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره د اړونده ادارو تر منځ د همغږۍ پر زياتوالي، د معلولینو لپاره د ملي ستراتیژۍ پر پلي کولو او کاري پلان بحث وکړ.

نوموړي زياته کړه چې د جمهوري رياست لومړی معاونيت د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او دولتي ادارو ترمنځ همغږي رامنځته کولو کې مهم او بنسټيز رول لوبولای شي او د بين الوزارتي غونډو د زياتولو غوښتنه يې وکړه.

ورپسې د جمهوري رياست لومړي مرستیال سلاکار ښاغلي بصیر محمدي د شهیدانو د وارثینو ستونزې، د معلولینو دندې، روغتیا، زده کړې او روزنې خدماتو چمتو کول او د سرپناه برابرول د دولت د لومړیتوبونو په توګه مطرح کړل.

ښاغلي محمدي د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او نورو اړونده ادارو ترمنځ په همغږۍ ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې د وزارتونو تر منځ به ګډه ناسته ترسره شي، کوم چې به د اړونده ادارو د خدمتونو د ارزونې تر څنګ به پکې د معلولینو لپاره د ملي ستراتیژۍ پلي کیدل او د عمل پلان په اړه بحث وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS