د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د افغان اتلانو بنسټ سره د دوه اړخيزو همکاريو تړون لاسليک کړ

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۲ - ۱۱:۳۸
dfdx

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د افغان اتلانو بنسټ سره د دوه اړخيزو همکاريو تړون لاسليک کړ

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د نظامي شهيدانو او معلولينو د همغږۍ مرستیالې آغلې صبرۍ اندړ او د افغان اتلانو بنسټ مشر، ښاغلي سليم وردګ ترمنځ د تېرې پنج شنبې (وږې۲۰) په ورځ، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دوه اړخیزو همکاریو تړون لاسليک کړ.

د ياد هوکړه ليک پر بنسټ، دواړه اړخونه به خپلې هڅې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د شهيدانو کورنيو او معلولينو لرونکو وګړو د ستونزو د حل او ژوند ښه والي په موخه ګړندۍ کوي.

آغلې اندړ د ياد ځوريدلي قشر ستونزو ته د رسېدنې او حل په تړاو د خپلې وظيفوي او انساني ژمنتيا ترڅنګ، د هېواد له ملي تجارانو، خيريه بنسټونو او نورو ملي او نړيوالو جوړښتونو څخه هيله وکړه، چې په جګړو کې له زیانمنو کورنيو سره مرستې وکړي.

د افغان اتلانو بنسټ مشر سليم وردګ د شهيدانو وارثانو او معلوليت لرونکو وګړو د ستونزو د حل په تړاو د هر ډول مالي او معنوي ملاتړ ژمنه وکړه او په دې برخه کې يې د هر راز همکارۍ چمتوالی وښود.

د کورنيو چارو وزارت د پوليسو د ملاتړ رئيس سمونوال نويد کاوسي، هم په دې برخه کې پر غوره همغږۍ او د خدمتونو په باکيفيته توګه ترسراوي باندې ټينګار وکړ.

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت له دې وړاندې هم د شهيدانو ورثينو او معلوليت لرونکو وګړو د ژوند ښه والي په موخه له بېلا بېلو کورنيو او بهرنيو بنسټونو سره د همکارۍ تړونونه لاسليک کړي دي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۹
Background image

د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د دې ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفر وکړ

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې او د هغوی ستونزو او غوښتنو ته د ښې رسیدګي په موخه د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۲۱
Background image

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس مارمل ولسوالۍ ته سفر وکړ

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت د یتیمانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د کور په کور سروې په موخه مارمل ولسوالۍ ته سفر وکړ، هلته یې د یتیمانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

سلګونو تنو یتیمانو سره په کنړ ولایت کې مرستې ترسره شوې

د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او د هغوی ورځنیو ستونزو ته د ښې رسیدګي په موخه د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) مستح. . .

BACK TO NEWS