‎ د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر سره په لیدنه کې د دې وزارت په پروژو او خدماتو کې د معلولینو په مشخصې ونډې ټینګار وکړ

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۳ - ۹:۹
ss

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر سره په لیدنه کې د دې وزارت په پروژو او خدماتو کې د معلولینو په مشخصې ونډې ټینګار وکړ.

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير ښاغلي لعل الدین آریوبی، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ له وزیر ښاغلي انورالحق احدي سره وکتل او د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په پروژو او خدماتو کې د معلوليت لرونکو وګړو د ونډې پر څرنګوالي يې خبرې وکړې.

ښاغلي اریوبی لومړی د معلولیت هرې اړخیزې ملي ستراتیژۍ پراختیا ته اشاره وکړه او هيله يې وښوده، چې دا ستراتیژي به د ټولو دولتي ادارو په همکارۍ، چې د عمل پلان يې مخکې له مخکې له هرې اړوندې ادارې سره شريک شوی، له پلان سره سمه پلې شي.

ښاغلي آریوبي څرګنده کړه، چې د معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته رسيدنه او ملاتړ د ټولو دولتي ادارو ګډ مسؤلیت دی او اړوندې ادارې باید په دې برخه کې خپل انساني او اخلاقي مسؤلیت ادا کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو سکتوري وزارت دی او هيله ده چې ياد وزارت د مرکز او ولایتونو په ټولو پروژو او په لومړنيو خدمتونو کې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره یو ټاکلی سهم په پام کې ونيسي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ښاغلي انورالحق احدي هم د موجوده هوکړې او تګلارې سره سم د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرولو او د معلولیت لرونکو وګړو په ګمارلو کې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ او د خپل وزارت اړوندو څانګو ته یې لارښوونه وکړه، چې د معلولينو ملي ستراتیژۍ د کاري پلان د پلي کیدو په برخه کې لازمي اقدامات وکړي او خپله همکاري او همغږي د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت له وزارت سره پياوړې او دوامداره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۸:۱۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ملاتړ صندوق د طرزالعمل د ترتيبولو په موخه ټاکل شوې کمېټې غونډه ترسره کړه

د یتیمانو او معلولینو د ملاتړ صندوق د طرزالعمل د ترتيبولو په موخه ټاکل شوې کمېټه چې څه موده وړاندې جوړه شوې وه، نن یې د دې وزارت د بشري سرچینو په رياست کې غونډه ترسره کړه.

په یاده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۸:۱۲
Background image

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئیس د دې‌ ولايت د سره صليب د کمېټې له رئيس سره وکتل

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت په دې ولايت کې د سره صلیب کمېټې له رئيس محترم فتح محمد واحدي سره وکتل، په دې کتنه کې د بلخ ولايت په مرکز او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۸:۱۲
Background image

د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د ولسوالېو اړوند او د دې رياست اداري مدیرانو ته روزنیز ورکشاپ دایر شو

یاد روزنیز ورکشاپ چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ د نوې پریکړې پر بنسټ د فارياب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د ولسوالېو مدیرانو او د دې رياست اداري مدیرانو ته په. . .

BACK TO NEWS