ګډوالو، بې ځایه شویو، د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته د ځمکو وېش کې باید روڼتیا رامنځته شي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۳۰ - ۸:۳۱
mmmd

ګډوالو، بې ځایه شویو، د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته د ځمکو وېش کې باید روڼتیا رامنځته شي

د ګډوالو په چارو کې د جمهور رییس ستر سلاکار ښاغلي مفتاح بابکرخېل د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي سره وکتل.
ښاغلي بابکرخېل د ګډوالو, شهیدانو او معلولینو ستونزې مشترکې وګنلې وویل، چې د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت په همکارۍ دوی ته د ځمکو د وېش او مرستو د حلب په برخه کې اړوندو ادارو سره په شریکه کار کوي، چې په دې اړه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت همکاري او همغږي هم اړینه ده. ښاغلي بابکرخېل زیاته کړه، چې یادو قشرونو ته د ځمکو د وېش او مرستو جلب پروسه کې د روڼتیا ټینګښت په موخه یو مرکز هم رامنځته کړی دی، چې ښه اغېز به ولري. نوموړي په دې برخه د یاد وزارت د همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د جمهور رییس سلاکار ته د وزارت د اصلاحاتو، فساد سره د مبارزې، روڼتیا، خدمتونو، ملي ډېتابېس جوړولو، بایومتریک او کاري پروسو ساده کولو په اړه معلومات ورکړه وویل، چې ګډوالو، د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د ځمکو ورکړې برخه کې ستونزه دا ده، چې له واحد ادرسه نه وېشل کېږي بلکې مختلفې ادارې له همغږۍ پرته اقدام کړی، چې دا چاره تر اوسه ګټوره نده تمامه شوې او یاد قشرونه هم اوس هم د سرپناه اړوند ګڼو ستونزو سره مخ دي. ښاغلي آریوبي زیاته کړه چې د ځمکو د وېش برخه کې واحد مدیریت او د واحدې پالیسۍ جوړولو ته اړتیا ده، تر څو اقتصادي بعد ته یې هم پاملرنه وشي. ښاغلي آریوبي ډاډ څرګند کړ، چې د ځمکو د وېش په برخه کې د زورواکو د مخنیوي او حق حقدار ته د سپارلو او رونټیا لپاره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۹:۳۴
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو له رئيس سره لیدنه وکړه

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد حنیف سيف الخالد د یتیمانو، کونډو او معلولینو  په پېژندپاڼو کې د شته ستونزو د له منځه وړلو په موخه د یاد ولایت د احصایې او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۹:۳۰
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په یاد ولایت کې د عزیزي بانک څانګې له مسؤلینو سره لیدنه وکړه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د نغدي مساعدتونو د وېش په پروسه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د یاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۵۴
Background image

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئيس معرفي او خپل کار یې پیل کړ

د ریاست‌الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز له مخې، محترم مولوي نیازمحمد هجرت د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه. . .

BACK TO NEWS