څلور سوه (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو په سمنګان ولايت کې خوراکي توکي ترلاسه کړل

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۳:۵۴
mmd

په یادو مرستو کې چې اوړه، وریجې، غوړي او شپږ (۶) ډوله نور خوراکي مواد شامل وو، د سمنګان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کار علمي او ښوونیزې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو باندې په عادلانه ډول ووېشل.

د مرستو وېش، د سمنګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي قیام الدین خالد، د اقتصاد او استخباراتو ریاستونو استازو او د یادې مؤسسې مسؤلینو تر نظارت لاندې ترسره شو.

محترم قاري قيام الدین خالد د یادې مؤسسې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د ټولنې د  اړمن قشر لاسنیوی او ملاتړ یو غوره فرهنګ دی او یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ته یې  لا زیاتو مرستو پر برابرولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۶
Background image

په کنړ ولايت کې پر (۱۲۵) مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) نړېوالې مؤسسې په همکارۍ په څوکۍ او نورګل ولسواليو کې پر( ۱۲۵) زلزله ځپلو کورنيو باندې د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، هرې کورنۍ ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۵
Background image

ننګرهار او لغمان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنۍ د پلاوي سفر

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست درې تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب، محترم نصیر احمد حکيمي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (۶۴) تنو کارکوونکو لپاره د کاري مهارتونو د لوړولو په موخه ښوونیز سیمینار پیل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د (ASPS) مرستندویه مؤسسې په همغږۍ د (۶۴) تنو کارکوونکو د کاري مهارتونو د لوړولو په موخه ښوونیز سیمینار پیل کړ.

په دې سیمینار کې. . .

BACK TO NEWS