په پکتیا ولایت کې پر (۳۷۰) تنو مستحقینو باندې د مرستو وېش

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۳۷۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او ځينې نور خوراکي مواد شامل وو، په شفاف او عادلانه ډول ووېشل.
د مرستو د وېش بهیر د پکتیا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي محمدي، د ټولنیزو خدمتونو مدیر محترم حج مدین محمدي او د خیریه مؤسسې د استازو په شتون کې ترسره شو.
همداراز هغو مستحقو کسانو چې مرستې ترلاسه کړې وې د یاد ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ، په راتلونکي کې هم د لازیاتو مرستو غوښتنه وکړه.