په پروان ولایت کې (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۰:۳۷

د پروان ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د شهیدانو کورنيو او معلولینو د ملاتړ او لاسنيوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ‌مرستې چې په هغه کې شپږ ډوله بېلابېل خوراکي توکي شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.

د‌ مرستو د وېش پر مهال د شهيدانو او معلولينو چارو رئیس محترم مولوي نیازمحمد هجرت د يادې مؤسسې له مسؤلينو څخه مننه او قدرداني وکړه او له نورو خیریه بنسټونو او مرستندویه مؤسساتو یې وغوښتل چې د دې اړمن قشر لپاره لا زیاتې مرستې برابرې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS