په میدان وردګو ولایت کې پر شپږ سوه (۶۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې
د معلولیت لرونکو وګړو څخه د ملاتړ په موخه د میدان وردګو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د دې ولایت پر (۶۰۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ژمني توکي چې په هغه کې البسه او کمپلې شامل وې، په منظم او شفاف ډول ووېشلې.