په لغمان ولايت کې پر (۱۸۳) مستحقو کسانو باندې ژمني توکي ووېشل شول

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۲:۵۴
mmd

د لغمان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د ليف خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په دې ولايت کې پر (۱۸۳) تنو مستحقو یتیمانو باندې د ژمنېو توکو مرستې چې په هغه کې البسه او کمپلۍ شاملې وې، په منظم او شفاف ډول ووېشلې.

په ورته وخت کې د لغمان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم الحاج فیض الله جواد د یادې مؤسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه او په راتلونکي یې د یتیمانو لپاره د ورته مرستو برابرولو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۰:۵
Background image

په غزني ولايت کې پر (۹۷) تنو مستحقو کسانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

یادې مرستې د یوې خیریه مؤسسې له لوري د غزني ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست په همغږۍ چې (۲۹۱) زره افغانۍ کيدلې پر (۹۷) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې په شفاف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۰:۳
Background image

په پکتیکا ولایت کې پر دېرش (۳۰) تنو معلوليت لرونکو وګړو باندې مرستې ووېشل شوې

د يونیسف نړيوالې ادارې له لوري د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست په همغږۍ په دې ولايت کې پر دېرش (۳۰) تنو مستحقو ښځينه او نارينه معلولیت لرونکو وګړو باندې ژمني توکي ووېشل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند شپېته (۶۰) تنو ولایتي کارکوونکو د نوي الکټرونیکي سیسټم له څلور ورځیني روزنیز ورکشاپ له بشپړولو وروسته تصدیق نامې ترلاسه کړې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو ریاست له لوري شپېته (۶۰) تنو ولایتي کارکوونکو ته د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي الکټرونیکي سیسټم د زده کړې تر عنوان لاندې څلور. . .

BACK TO NEWS